• سرلیک:استکهلم سنډروم، د تاوتریخوالي سره د خواخوږي رواني میکانیزمونه
• نېټه: د غويي په اتلسمه نېټه د ۱۴۰۵کال
• ترسره کوونکی: دښځۍآنلاین پوهنتون
• وړاندې کوونکی:ښاغلی محترم سنجر سهیل
• ځای: ګوګل ميټ؛
• د ګډونوالو شمېر: د ١۵۰۰څخه زياتو محصلینو ګډون درلود
– سريزه
د غويي په اتلسمه نېټه د ١۴۰۵کال د ښځۍآنلاین پوهنتون علمي ویبینار”استکهلم سنډروم،
د تاوتریخوالي سره د خواخوږي رواني میکانیزمونه ” تر سرلیک لاندې د ښځۍآنلاین پوهنتون
د رهبرئ هیئت پلاوي، علمي کادرونو، درنو استادانو، محصلینو او د یو شمېر بهرنیو میلمنو په ګډون
ترسره کړ. د دې علمي ویبینار موخه،د نویو ځوانانو لپاره د علمي سطحي د پوهې لوړولو وو.
دا خپرونه د آغلې مينه کاکړ د قرآن کریم په تلاوت باندې پیل شو او وروسته آغلې زهرا عزیزي او
آغلې فوزیه ستانکزۍ ټولو راغلو میلمنو ته يې ښه راغلاست ووایه او د دې علمي ویبینار د موضوع
ارزښت په اړه يې خبرې وکړې.
• د میلمه پیژندګلوۍ برخه
په دې برخه کې د خپرولو برخې کارکوونکو د دې علمي ویبینار د وړاندې کوونکې ښاغلی محترم
سنجر سهیل د پيژندګلوۍ ویډیو خپره کړه.علمي او پخوانیو تجربې په لنډ ډول وړاندې شوې ترڅو
ګډونوال د هغه له وړتیاوو سره پيژندګلوۍ پیدا کړي.
• د وينا برخه
پدې برخه کې محترم پوهنيار عبدالفرید سالنګي دښځۍآنلاین پوهنتون مشر او بنسټګر ټولو راغلو
میلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه او د ویبینار د موضوع،د استکهلم سنډروم په اړه خبرې وکړې.
• د ویبینار اصلي برخه
بیا ښاغلی محترم سنجر سهیل د دې علمي ویبینار د موضوع په تړاو باندې خبرې وکړې،استکهلم
سنډروم یو رواني حالت دی چې قرباني په احساساتي ډول د ویرې، انحصار او بقا له امله په ناوړه
ګټه اخیستونکي پورې تړاو لري.او د استکهلم سنډروم په ١٩٧٣ کال کې د یرغلګرو له بانک څخه
اخستل شوی دی د انسان مغز، په سخته ویره کې، ځینې وختونه د ژوندي پاتې کیدو لپاره د “امنیت
سرچینې” په توګه ناوړه ګټه پورته کوي. د کار ځای ، ټولنیزې اړیکې ، او حتی سیاست لیدل کیږي. په
کورنۍ کې، یو سړی کولی شي د برخې ،مصلحت یا مینه په نوم تاوتریخوالی وزغمي. ځکه چې هغه
د بیکارۍ څخه ویره لري. په سیاسي کچه ، خلک کله ناکله د بې ثباتۍ ، محدودیتونو او ظلم له ویرې
منل کیږي.پدې علمي ویبینار کې ټینګار وشو چې دا انحصار د ضعف نښه نه ده. بلکه ، دا د ژوندي پاتې
کیدو لپاره د دماغ غبرګون دی. د دې حالت څخه د خلاصون لارې د ستونزې پیژندل او نومول د انزوا ماتول،
د بیلابیلو نظرونو اوریدل ، له ځان سره مهربانه کیدل ، او پوهې ته راستنیدل شامل دي.
•د پوښتنو او ځوابونو برخه
پدې برخه کې ګډونوالو ګڼو پوښتنو ته په بشپړه توګه ځوابونه ورکړل شول.
پایله
په پای کي، آغلې ډاکټرې مزاري عاطفي د ارواپوهنې پوهنځی امره د دې علمي ویبینار په لنډیز
يي خبرې وکړې.او د دا ډول ویبینارونو د ترسره کېدو په دوام يي ټینګار وکړ.
https://www.youtube.com/live/u_LowWxql-o?si=CjcH1c0dX7akmLxE
د تألیف او ژباړې شورا
د آنلاین خپرونو واک
د ښځۍآنلاین پوهنتون



