د ښځۍ آنلاین پوهنتون د علمي شورا د غونډې راپور 1402.10.22
موضوع : “د علمي شورا د پیژندنې په غونډه کې د راپورته شویو مسلو څیړل “
پيژندنه:
د ښځۍ آنلاین پوهنتون د مشر او بنسټ ایښودونکي پوهاند عبدالفرید “سالنګي” د محصلينو چارو مرستیاله ميرمن عادله “زماني” د علمي کادرونو او د پوهنتون د کارپوهانو ,مشرانو او د شورا د غړو په شتون کې دا علمي شورا غونډه جوړه شوه.
د علمي شورا په غونډه کې تر بحثونو او رای ورکولو, وروسته لاندې تصمیمونه ونیول شول:

1. د ټاکل شوې سلنې پر بنسټ د محصلینو جذبول: د ښځۍآنلاین پوهنتون د ودې او پراختیا اهمیت په پام کې نیولو سره، پریکړه وشوه چې پروګرامونه او فعالیتونه به د ټاکل شوې سلنې سره سم پرمخ ځي، دا سلنې د عمومی موخې سره شامل دي د زده کړې کیفیت او ځانګړتیاوې چې د پوهنتون لپاره ځانګړی شوي دی.
2 د زدکړې کليز پلې کول : پریکړه وشوه چې د پسرلي سمستر پيل هر کال د کب په میاشت کې وی
3. د اوس لپاره محصلينو ته په انګلیسي ژبه ترانسکريپت وړاندې کول , د نړیوالې ژبې په توګه ، پریکړه وشوه چې د محصيلنو ترانسکريپت به په انګلیسي ژبه وسپارل شي. دا کړنه محصلينو ته اجازه ورکوي چې په آسانۍ سره خپل ترانسکريپت څخه ګټه واخلې
4. د نویو پوهنځیو د جوړولو مخنیوی او په اصلاح باندې تمرکز:
د شته پوهنځیو د بشري منابعو او شته منابعو د محدودیتونو په پام کې نیولو سره پرېکړه وشوه چې د نویو پوهنځیو د جوړېدو مخه دې ونیول شي او د شته پوهنځیو په ښه والي دې تمرکز وشي, د دې اقدام موخه په اوسنیو پوهنځیو کې د زده کړو او څېړنو د کیفیت لوړول دي.
5. د ښوونکو ګمارلو ځانکړتياوې:
په دې برخه کې پریکړه وشوه چې (نارینه) ښوونکی باید لږ تر لږه د ماسټرۍ سند او کاري تجربه ولري او (ښځینه )ښوونکې باید لږ تر لږه د لیسانس او کاري تجربه ولري.
دا کړنه ددی موخی لپاره ښوونکو جذبول , او د زده کړې کیفیت ښه کول څیړنه ترسره کیږي.
6. د سیمینارونو، کنفرانسونو او ژمنیو روزنیزو پروګرامونو په ترسره کولو کې, باید لومړی يو واړنديز د اړونده پوهنځي لخوا وړاندې شي.او د پوهنتون د مشرتابه پلاوې له خوا د تصویب وروسته ترسره کیږي. د علمي شورا په وروستۍ غونډه کې له دريشو څخه زیاتو ښوونکو د ښځۍ آنلاين پوهنتون کې په بيلابيلو پوهنځيوکې د ګمارلو په برخه کې مرکې ترسره شوې.
—————————————————————
د پوهنتون د آنلاین خپرونو واک
د انشاء، طراح او ترجمه شورا
د انشاء، طراح او ترجمه شورا