د ښځې آنلاین پوهنتون د اداري غونډې راپور!

نېټه : د زمري په یو دریشمه نېټه د ۱۴۰۵کال
ځای : د ښځې آنلاین پوهنتون
پليټ فورم: ګوګل ميټ

د غونډې ګډونوال :
. محترم پوهنيار عبدالفرید سالنګي- د ښځې آنلاین پوهنتون مشر او بنسټګر
.آغلې پوهنمل سهیلا عرفاني – دښځې آنلاین پوهنتون د علمي چارو مرستیاله
.آغلې استاد عادله زماني -دښځې آنلاین پوهنتون
. د رهبرئ هیئت غړي ، د پوهنځيو مشران ،د دیپارتمنت آمرین، د خپرولو برخې کارکوونکي،

تدریسي مدير صاحبان، د محصلینو دچارو مدير صاحبان،اداري مدير صاحبان

د غونډې موخې :
د دې غونډې موخه د کړنو، ستونزو ننګونو او د پوهنتون راتلونکو خپرونو د ترسره کېدو څیړنه وه.

١. د پوهنتون ریاست د غونډې د پیل خبرې

په پیل کې محترم پوهنيار عبدالفرید سالنګي دښځې آنلاین پوهنتون مشر او بنسټګر ټولو

راغلو غړيو ته ښه راغلاست ووایه او د همکارانو د لاسته راوړنو او کړنو څخه مننه وکړه او په

لاندې اړینو ټکيو باندې ټینګار وکړ.

. د روان وړي سمستر لپاره په معیاري توګه د خپرونې ترسره کېدل.
. د پوهنتون د کړنو همغږۍ
. د سمسترونو د برخو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا
. د مني سمستر لپاره د محصلینو جذبول

دښځې آنلاین پوهنتون د شپاړلسمو پوهنځيو، د تدریسي برخې،د محصلینو د چارو مدير

صاحبانو او اداري برخې کارکوونکو په منظم ډول خپل راپورونه وړاندې کړل.

کليدي لاسته راوړنې او کړني:

١. د علمي ویبینار ترسره کېدل اسلامي ارواپوهنه؛یوه نوې تګلاره یا د انسان پيژندنې

لپاره اصلي ریښو ته راستنیدل؟ د آغلې شبنم شهپر په ګډون ترسره شو.

٢. د پوهنتونې خبرې اترې خپرونې کې د “د ربیع الاول میاشتې پیښې،او د هغې

ټولنیزو پایلې”تر سرلیک لاندي د ښاغلی محترم احمد جاوید له خوا ترسره شو.

٣. دښځې آنلاین پوهنتون او نوتردام پوهنتون د ګډ صنف د افتتاحیې محفل

۴. د افغانستان د خپلواکۍ ١٠٧ کلیزې ځانګړي خپرونې ترسره کېدل

١. د تيرې اونۍ راپورونه:
پدې برخه کې اداري کارکوونکو په خپل وار سره اوونيز راپورونه وړاندې کړل چې

اړين یی په لاندې ډول وو:

. د کړنو د پرمختګ پرتله
. د ستونزو او ننګونو د وړانديزونو تګلارې
. راتلونکي خپرونې

چې دا راپورونه د ستونزو او ننګونو د حل لپاره لارې چارې يې د پوهنتون غوره وړانديزونه

د زدکړو په برخه کې وو چې د پوهنتون د رهبرئ هیئت له خوا وسپړل شول.

پايله:
په پای کې،دا غونډه د ټولو د نظرونو په وړاندې کولو،او دښځې آنلاین پوهنتون د زدکړو

د کیفیت د لوړولو او د نجونو د زدکړو د حقونو ملاتړ یادونه وه.

د تألیف او ژباړې آمریت
د اداري ریاست
د ښځې آنلاین پوهنتون